د پیسو نړیوال صندوق وایي، کییف ته به د مې له لسمې تر اتلسمې یو پلاوی واستوي تر څو د اوکراین د نوي حکومت اصلاحات وګوري چې د اوولس اعشاریه پنځه میلیارډه ډالرو د پور د بیرته ترلاسه کولو لپاره مناسب دي که نه دي.
مخکې تر دې چې ولادیمیر هروسمن د اپریل په څوارلسمه صدراعظم شي، د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف مشرې کرستینا لګارد خبرداری ورکړی و چې د پور ورکولو پروګرام به ودرول شي که چیرته کییف د حکومتدارۍ د ښه والې او د اداري فساد پرضد اغیزمنې نوې هڅې ونه کړي.