چارواکي: د اعدام د توشیح په اړه به د قانونو له مخې پرېکړه وشي

افغان چارواکي د بخښنې نړیوال سازمان د وروستۍ غوښتنې په غبرګون کې وايي چې په اعدام د محکومو کسانو د حکم د توشیح په اړه به د قانونو له مخې پرېکړه وکړي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په قوانینو کې د درنو جرمونو لپاره جزا مردوده شوې نه ده او دا کار به په پوره شفافیت سره ترسره شي.

جمهوري ریاست وروسته له هغه په اعدام د محکومو کسانو د اعدام د حکم د توشیح په خبرې ټینګار وکړ چې د بخښنې نړیوال سازمان له افغان ولسمشره غوښتنه کړې چې د اعدام حکمونه دې نه توشیح کوي.

جمهوري ریاست بیا وايي چې په اعدام د محکومو کسانو لېسټ د جمهور رییس اشرف غني د توشیح لپاره هغه ته ور رسیدلي دي.