د خبري رسنیو د خبر له مخې ایران د ستر مذهبي مشر ایالت الله علي خامنه یي د وینا په اساس هېواد ته د امریکایي ساخت موټرو واردول بند کړي دي.
که څه هم د امریکا د موټرجوړلو فابریکو اجازه نه لرله چې مستقیماً پر ایران موټرو پلوري خو تهران له دې مخکې د جنرال موتورز د شورلیټ څانګې ۲۴ ډوله ماډلونو ته د نورو هېوادونو له لارې د واردولو اجازه ورکړې وه.
تهران دغه بندیز وروسته تردې د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې لګولی چې خامنه یي د اپریل په ۲۷ په یوې وینا کې وویل، ولې باید ایرانیان امریکایي موټر وچلوي؟ هغه وویل، امریکایان په خپله له خپلو موټرو کارنه اخلي او دا موږ د امریکایي رسنیو له لارې لیدلي.
جنرال موتورز چې تیره میاشت یې په امریکا کې څه کم ۲۶۰ زره موټر پلورلي، اسوشیټیډ پرېس اژانس ته ویلي چې که ایران یو لوی مارکیټ دی خو پلان نه لري چې بازار ته یې مخه کړي.