د کاناډا په البیرتا کې اورلګېدنې۱۶۰۰ودانۍ تخریب کړي

د کاناډا په لویدیځ کې د البیرتا په سیمه کې د اور لګېدو له امله اته اتیا زره کسان مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پریږدي او ۱۶۰۰ودانۍ تخریب شوي دي.

اطفاییه نه ده توانیدلې چې د مې له لومړۍ نېټې راپه دې خوا چې اور لګیدلی دی ، د هغه مخه ونیسي.

د فورت مکموري له ښاره خلک په وتو دي او پر لارو ډیر بیروبار دی. دا سیمه د البیرتا په شمال ختیځ کې د کاناډا د تیلو د شګلنې سیمې په زړه کې پرته ده.

د کاناډا صدراعظم جسټن تروډو وویل، که چیرته اړتیا وه پوځي الوتکې به د مرستې لپاره واستول شي.

دې ښارته د الوتکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.