د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې په اعدام د محکوم شوېو کسانو حکم لاسلیک نه کړي.
د اسیا لپاره د دې سازمان د رسنیو د برخې مسوول عمر ورچ ازادي راډیو ته وویل:
«که چیرته اعدام وشي، د داسې ځانګړې تېروتنې خطر شته چې بیا به نه جبیره کیږي. نو د بخښنې نړیوال سازمان په هر صورت د جرم بڼې او موقعت ته له کتو پرته، د ګناه کاره، بې ګناه او نورو انفرادي خلکو له هر ډول اعدام سره، مخالفت کوي.»
د افغانستان ولسمشرته محکمو د هغو کسانو لېست سپارلی دی چې په اعدام محکوم شوي دي. ویل کیږي چې د دې کسانو شمېر سلګونو ته رسیږي.