په خوست کې د جلغوزېو د پروسس د فابریکې او مارکیټ د بنسټ ډبره د چهارشنبې په ورځ کیښودل شوه.
شهزاده، د خوست د جلغوزیو د اتحادیې مشر وویل:
«پاکستاني سوداګر جلغوزي کیلو په ۷ یا ۸ ډالره اخلي، چې کله یې بهر ته په خپل نوم صادروي ۲۵ یا ۳۰ ډالره وي. د دې مارکیټ په اړه موږ د چین، عربستان او هند له سوداګرو سره غږیدلي یو چې دوی به دا سودا له دې وروسته بیا له افغانستانه کوي.»
تمه ده چې د خصوصي سکتور له لوري دا فابریکه به چې دوه میلیونه ډالر پرې لګښت راځي، په شپږو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.