له جلال اباده تر پېښوره د پټلۍ د جوړېدو تړون یوې کپمنۍ ته وسپارل شو

له جلال اباده تر پېښور پورې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو تړون یوې کپمنۍ ته وسپارل شو او په څو ورځو کې به د دې پروژې د سروې چارې پیل شي.

د دې پروژې لګښت پاکستان په غاړه اخیستی دی او تمه ده چې سروې یې نژدې اته میاشتې وخت ونیسي.

د ننګرهار والي تېره ورځ په جلال اباد کې د دې پټلۍ د جوړېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د سروې تر ترسره کېدو وروسته به سمدستي د پټلۍ د جوړېدو کارونه پیل شي.

دا پټلۍ یو سل او پنځوس کیلومتره اوږده ده چې پنځه اویا کیلومتره یې له ننګرهاره تیریږي.