ولسي جرګې بیا له حکومته غوښتي چې د اباسین قاتلینو ته سزا ورکړي

د افغانستان د ولسي جرګې رییس یو ځلي بیا له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اباسین قاتلینو ته سخته سزا ورکړي.

عبدالرووف ابراهیمي نن دا خبرې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وکړې.

"یو ځلې بیا تکرار سره وایم چې د اباسین د وژنې عاملین چې نیول شوي باید د افغانستان د اساسي قانون په اساس ورته مجازات وټاکل شي ترڅو نورو ته یو عبرت وي او دا د حکومت مکلفیت هم دی."

تردې واندې د افغانستان د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز او د اباسین کورنۍ هم له حکومته غوښتي چې د اباسین قاتلینو ته سخته سزا وټاکي.

دغه غوښتنې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې۱۴ کلن اباسین درې میاشتې مخکې د انسان تښتونکو له خوا د کابل ښار په کارته نو سیمه کې لمړی اختطاف او وروسته په ډېر بې رحمانه ډول ووژل شو.