روسي چارواکي وايي، د ناکراره شمالي قفقاز په داغستان سيمه کې يې درې سخت دريځي وسله وال وژلي دي.
د روسيې د ټرورېزم-ضد ملي کمېټې نن وويل چې دغه درې وسله وال تېره شپه په هغو عملياتو کې وژل شوي چې د داغستان په مرکزي سيمه کيزيل- يورت کې شوي دي.
دغه کمېټه وايي، درې واړه وژل شوېو کسانو د پوليس افسرانو پرضد په حملو او د خلکو د شوکونو په پلانونو کې لاس درلود.
داغستان د هغو سخت دريځو وسله والو د تاوتريخوالي په مرکز بدل شوى چې هڅه کوي په شمالي قفقاز کې يو اسلامي حکومت رامنځته کړي.