مینه پال: پاکستان د افغان سولې په اړه ژمنو عمل نه دی کړی

د افغانستان حکومت وایي، پاکستان په څلور اړخیزو غونډو کې خپل هیڅ تعهد نه دی پر ځاي کړی.

د جمهوري ریاست د ویندوی مرستیال دواخان مینه پال پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل جې پاکستان پر افغانستان جګړه تحمیل کړې او وسله وال طالبان جګړې ته ور استوي.

دواخان مینه پال زیاته کړه:

"پاکستان د دې پر ځاي چې طالبان په مذاکرو کې ګډون ته وهڅوي، هغوی د جګړې لپاره را استوي."

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان بحران پوځي حل نه لري.

سرتاج عزیز ټینګار وکړ چې پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره هره هڅه وکړي.

خو ښاغلي مینه پال وویل چې اسلام اباد تر اوسه خپله وعده په عمل کې نه ده ترسره کړې.