د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نن مسکو ته تللی څو په سوریه کې د سولې د بهیر او اوربند په اړه نورې خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف له سټیفن ډې میسټورا سره د ليدو پر مهال په مسکو کې وويل:
"لکه موږ چې تر يو ځل زيات ويلي، د نړيوالې ټولنې اوسنی دريځ دا دی چې په سوريه کې د کړکېچ لپاره د سياسي حل بغيره بل بديل نشته."
ټاکل شوې ده دوی به د هغو نورو هڅو په اړه هم بحث وکړي چې نړیواله ټولنه یې د سوریې د کړکیچ د حل لپاره باید وکړي.
په دې بحثونو کې د سوریې هغو سیمو ته چې لا هم جګړې په کې روانې دي، د اوربند غځول شامل دي.
مسکو د سوریې له حکومت او د وسله والو مخالفینو د بېلابېلو ډلو له استازو سره تماسونه لري او ځکه د خبرو اترو د منځګړیتوب په برخه کې یې هم چانس زیات دی.