پاکستان پر کانديد ډونالډ ټرمپ د ناپوهۍ تور پورې کړی

پاکستان د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو پر کانديد ډونالډ ټرمپ د ناپوهۍ تور پورې کړی چې د ډاکټر شکيل آفريدي د راخوشې کولو غوښتنه کوي.

ډاکټر شکيل آفريدي له سي آی اې سره مرسته کړې وه چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن کور معلوم کړي.

ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا په ولسمشريزو ټاکنو کې نوماندۍ ته نږدې دی، فاکس نیوز تلويزيون ته تېره اوونۍ ويلي چې که دی ولسمشر وټاکل شي، په پاکستان به شکيل آفریدي په دوو دقيقو کې راخوشې کړي ځکه چې اسلام آباد له امریکا ډېرې مالي مرستې تر لاسه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پرون په عکس العمل کې وويل چې د ټرمپ د ناپوهۍ برعکس، پاکستان د امريکا مستعمره نه دی.

دی باید زده کړي چې له خپلواکو هېوادونو سره په احترام چلند وکړي.

نثار علي خان پاکستان ته د امریکا مالي مرستې په بې اهميته بللو سره وويل چې دا مالي مرستې د ښاغلي ټرمپ بې لارې بهرنۍ پاليسۍ پلې کولو په خاطر بايد د تهديدولو لپاره ونه کارول شي.

امريکا د ۲۰۰۱میلادي کال راهيسې پاکستان ته ۱۳ مليارده ډالر ورکړي.