د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وايي، هیڅ دولتي ارګان حق نه لري چې خبریال او د رسنیو کارکوونکي وګواښي.
عبدالله عبدالله چې نن یې د مطبوعاتو د ازادي د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې خبرې کولې وویل چې له خبریالانو سره باید د رسنیو د سرغړاوي کمېسیون او نور اړوند بنسټونو له لارې د همکارۍ په روحیه خبرې وشي:
"د حکومت او دولتي ارګانو له لوري خبریال ته نېغ په نېغه باید زنګ ونه وهل شي چې تا ولې داسې ویلي ؟ ټول چارواکي دا حق نه لري."
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دوی له رسنیو معلومات اخلي او دغه رسنۍ دي چې د خلکو غږ تر چارواکو رسوي.
نن د مې دریمه، د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.