په کوسوو کې د فوټبال مينه وال په بوداپست کې د يو.اي.ايف.اې د غونډې نتايجو ته سترګې په لاره دي.
په دې غونډه کې به پرېکړه کيږي چې ايا کوسوو د فوټبال د اروپايي ادارې يا يو.ای.ايف.اې غړيتوب ترلاسه کوي.
ټاکل شوې وه د اروپايي فوټبال ادارو ټولنې ۵۴ غړي هېوادونه به نن په يو ای ايف.اې. کې د کوسوو د غړيتوب لپاره رايې ورکوي.
د تاييد په صورت کې به کوسوو د ۲۰۱۸میلادي کال د نړيوال جام سیاليو د غوراوي پروګرام برخه شي.
خو د کوسوو د غړيتوب خبرې ښايي د سربيا له خوا له مخالفت سره مخامخ شي چې له دغه هېواده د کوسوو جلا کېدل په رسميت نه پېژني.