د باریرین مونیخ او اتلتیکو مادرید ټیمونه نن شپه لوبه کوي

د اروپا د اتلولۍ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د بایرین مونیخ او اتلتیکو مادرید ټيمونه په نیمه پای لوبه کې له یو بل سره لوبه کوي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د مونیخ په ستیډیوم کې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱ بجې او ۱۵ د قیقې پیلېږي.

د دغه لیګ د سیالیو په لړ کې سبا شپه د ریال مادرید د فوټبال ټيم د منچستر سیتي له ټيم سره لوبه کوي.

دغه سیالي د سنتیاګو برناباوو په سټیډیوم کې ترسره کېږي.