ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ د معلولینو ټیم د درېیم ځل لپاره د هند د کرکټ د معلولینو له ټیم سره لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان کرکټ د معلولینو ټیم تر اوسه یې د هند د کرکټ د معلولینو له ټیم سره دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي چې په دواړو کې یې له هند څخه ماتې خوړلې ده.
له دې څخه وړاندې د افغانستان د کرکټ د معلولینو ټیم د پاکستان او بنګله دېش د کرکټ د معلولینو ټیمونه ته ماتې ورکړې وې.