بلخ کې د صنایعو د ملي جشن په نوم نندارتون جوړېږي

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې په نږدې ورځو کې په دغه ولایت کې د صنایعو د ملي جشن په نوم یو څلور ورځنی نندارتون جوړېږي.

شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د صنایعو دملي جشن په نندارتون کې څه باندې۸۰ غرفې د افغان سوداګرو نندارې ته اېښودل کېږي.

نوموړی د دغه نندارتون هدف د خصوصي سکټور او کورنیو صنایعو پراختیا په ګوته کړ.

دغه نندارتون د ثور له ۱۶ نېټې څخه پیلېږي او تر ۲۰ دوام کوي.