کوریايي متخصصان د افغان ځنګلونو د احیا په طرحه کې همکاري کوي

د ځنګلونو په برخه کې کوریايي متخصصان وايي، دوی غواړي له افغان متخصصانو سر په ګډه په افغانستان کې د ځنګلونو د احیا په یوه طرحه کې همکاري وکړي.

پردې مسئله د دوشنبې په ورځ په کابل کې د جنوبي کوریا سفیر چین کي هون د کوریايي متخصصانو د یو پلاوي سره یو ځای له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي.

له ارګ څخه یوه خپره شوې خبر پاڼه وايي، په دې لیدنه کې کوریايي پلاوي ولسمشر ته وویل، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د کلیو او ځنګلونو د پراختیا او د کرنې د ودې لپاره مناسب وضعیت لري.

د جنوبي کوریا د هییت غړېو ژمنه کړې چې دوی به د کلیو د پراختیا، د کرنې د ودې او په ځانګړي ډول د ځنګلونو د احیا په برخو کې افغان مامورینو ته روزنه ورکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان ځنګلونه بیا احیا ته اړتیا لري او د ځنګلونو د پراختیا او بیا احیا په برخه کې کوریا تجربې له افغانانو سره ډیره مرسته کولای شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان د څو لسیزو جګړو او قاچاق له کبله د دې هېواد ګڼ ځنګلونه یا سوزیدلي او یا یې لرګي بهرنیو هېوادونو ته قاچاق شوي دي.