چارواکي: سعودي به افغان کارګرو ته د کار اجازه ورکړي

افغان چارواکي وايي، سعودي عربستان موافقه کړې چې افغان کارګرو ته به دغلته د کار کولو اجازه ورکړي خو تر دې مخکې ځیني شرایط لري چې باید افغان حکومت ورسره پرې کار وکړي.

د اجرایه ریس مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي:

"د شهیدانو، معلولینو، کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال پرون د وزیرانو شورا غونډې ته وړاندیز وکړ چې یوه حکومتي کمېټه دې جوړه شي څو پرې دې مسئله کار وکړي."

دا مهال افغان کارګر په سعودي عربستان کې د افغانستان پر پاسپورټونو د کارکولو اجازه نه لري او ګڼ افغانان په سعودي عربستان کې د پاکستان او نورو هېوادونو پر پاسپورټونو اوسیږي.

د اجرایه ریس مطبوعاتي دفتر د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني له خولې وايي:

"په سعودي عربستان کې افغان کارګرو ته د کاري جوازونو د تر لاسه کولو لپاره اړتیا ده چې له هغه هېواد سره یو هوکړه لیک امضا شي."

د ښاغلي رباني په وینا د دواړو لورو ترمنځ د توافق په لاسلیک سره به هلته د میشتو افغان کارګرانو ډیرې ستونزې هوارې شي.

تراوسه پورې دا نه ده معلومه چې افغان لوری به کله د سعودي عربستان شرطونه پوره او له دې هېواد سره به هلته د افغان کارګرانو په اړه توافق لاسلیک کړي.