امریکا له پاکستان سره د جنګي الوتکو د پیرودلو لپاره مالي مرسته وځنډوله

د امریکا د کانګرس له مخالفت وروسته متحدوایالاتو له پاکستان سره د اف شپاړس جنګي الوتکو د پیرودلو لپاره مالي مرسته وځنډوله.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي پرون وویل، د کانګرس له مخالفت وروسته له بهرنیو پوځونو سره د امریکا د حکومت هغه مالي وجهه پاکستان ته نه ورکول کیږي چې غوښتل یې دا امریکايۍ الوتکې پرې وپیري.

د اوباما ادارې په فبروري میاشت کې پر پاکستان د اتو اف شپاړس الوتکو د پلورلو پریکړه وکړه او پلان یې درلود چې د دې کار لپاره نژدې اوه سوه میلیونه پورهم ورته برابر کړي.

خو جمهوري غوښتونکي سناتور باب کراکر وویل چې دی به د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر په توګه له خپل ټول توان څخه کار واخلي او دې معاملې ته به اجازه ورنه کړي څو د ده په وینا پاکستان ته دا پیغام ورسیږي چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې باید لا زیات اقدامات وکړي.

د کراکر دریځ د هغې نارضایتي څرګندونه کوي چې په کانګرس یې د پاکستان د دریځ په اړه لري او وايي، پاکستان د هغو افراطي وسله والو چې پر افغانانو او امریکايي سرتیرو حملې کوي یا ملاتړ کوي او یا یې په خپله خاوره کې زغمي او همدا راز په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکاري نه کوي.

د کانګرس له پریکړې وروسته د پاکستان د صدراعظم خاص سلاکار سیدطارق فاطمي د امریکا د کانګرس یوه غړي ته چې له اسلام آباد څخه د کتنې په حال کې و، شکایت وکړ او ویې ویل چې کانګرس ته د پاکستان هغه هڅې بې ارزښته دي چې د ترورېزم پرضد په مبارزه کې یې کوي.