په پام کې ده د ازادي راډیو د اذري څانګې همکارې خبریالې خدیجې اسماعیلووا ته به چې اوس مهال په بند کې ده، نن د ملګروملتونو له خوا په سختو شرایطو کې د بیان له آزادۍ سره د مرستې په خاطر د مطبوعاتو جایزه ورکول شوه.
اسماعیلووا چې د آزادۍ راډیو لپاره یې تحقیقاتي راپورونه برابرول تیره میاشت د ګولیرمو کانو Guillermo Canoپه نوم د یونسکو د ۲۰۱۶ کال د مطبوعاتو د آزادۍ جایزه وګټله.
اسماعیلووا اوس مهال د آذربایجان د حکومت له خوا په دې پلمه چې د مالیې په ورکړه کې یې درغلي کړې ده، بندي شوې ده.
څارونکي باور لري چې د دولتي چارواکو د درغلیو په اړه د تحقیقاتي راپورونو جوړول د دې د بندي کیدو علت دی.