د ایران د اټمي پروګرام مشر او د جمهور رئیس مرستیال علي اکبر صالحي نن د چک جمهوریت پلازمینې پراګ ته ورسېد.
صالحي به نن او سبا د چک جمهوریت له صدراعظم، خارجه وزیر، د سوداګرۍ او صنایع له وزیرانو او د دې هېواد د اټمي انرژۍ د څارنې ادارې له مشر سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د چک د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې صالحي به د دوه اړخیزو اټمي همکاریو پر پراختیا زیات تمرکز کوي.
د ده په وینا، په دې اړه د پراګ او تهران موافقې به له نړیوالو سره د ایران د اټمي پروګرام په ښه څارنه کې مرسته وکړي.