عراق: بغداد کې بمي چاودنې ۱۳ تنه وژلي

په بغداد کې نن ۱۳ شیعه ګان چې زیارت ته تللي وو، په بمي چاودنه کې ووژل شوو.

بم په یو موټر کې چې په پارک کې ولاړ و، ځای پر ځای شوی و.

د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی خو د چاودنې په سیمه کې له نښو داسې څرګندیږي چې داعش ډلې کړې ده.

زرهاوو شیعه ګان له یوې اوونۍ راهیسې د بغداد په شمال کې د کاظمیه سیمې ته ځي او د اتمې پېړۍ د امام موسی الکاظم د قبر زیارت کوي.