بازمحمد مبارز له روسي سیال سره سیالي لپاره روسیې ته ولاړ

د ازادو مبارزو په برخه کې نړیوال اتل باز محمد مبارز پرون له خپل روسیې سیال سره د سیالي په خاطر روسیې ته ولاړ.

د افغانستان د ازادو مبارزو فدراسیون رئیس نورالله شاروخي نن ازادي راډیو ته وویل چې باز محمد د مي په ۸ نېټه له خپل روسي سیال "مکسیم کتکوف" چې د روسیه نامتو لوبغاړی دی سیالي کوي.

ښاغلي شاروخي زیاته کړه چې په زرګونه کسان د دغې سیالۍ د نندارې لپاره ورځي.