د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، کله چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د جرګې په عمومي اجنډا کې شامل شي نو په اړه به یې بحث وشي.
د دې جرګې منشي عبدالروف انعامي نن خبریالانو ته وویل چې د دغه فرمان سند اوس مهال د ولسي جرګې په عدلي او قضایې کمېسیون کې دی او تر راتلونکو دوو اونیو پورې به عمومي جلسې کې شامل شي.
ښاغلي انعامي زیاته کړه:
"د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو قانون له پنځو ورځو راهیسې موږ ته رارسیدلای او موږ له ځنډ پرته عدلي او قضایې چې اړوند کمېسیون یې دی سپارلی، نو دا باید زیات نه زیات تر دوه اونیو پورې عمومي مجلس ته راشي."
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش له ولسي جرګې وغوښتل چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان ژر تر ژره تصویب کړي.
حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر اشرف غني تقنیني فرمان دوه اوونۍ مخکې له یو لړ تعدیلاتو وروسته د پارلماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستاوه.