د هرات سیمه ییز چارواکي وایي تمه ده په یاد ولایت کې د پاکستاني تولیداتو نندارتون جوړ شي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل په کابل کې د پاکستان سفير ابرار حسین پرون هرات ته په خپل سفر کې د هرات له والي محمد اصف رحیمي او یو شمېر نوروپانګوالو سره وکتل او په دغه ولایت کې د نندارتون پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.
ابرار حسین ویلي چې د پاکستان په بازارونو کې د هرات ولايت محصولات ښه مارکېټ لري دغه راز نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې لېوالتیا لري چې له افغانستان سره اقتصادي اړيکې پياوړي کړي.
له دې څخه وړاندې هم یو شمېر پاکستاني سوداګرو په کابل کې د خپلو کورنیو تولیدات نندارتونونه جوړ کړي دي.