د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مسؤلین وایي چې درې میلیونه هغه ماشومان له دوی سره ثبت دي چې د فقر او بې وزلۍ په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.
دوی وایي چې تر خپل توانه په دې هڅه کې دي چې د دوی ستونزې حل کړي خو یو شمېر عام کسان په دې باور دي چې که څومره هم کورنۍ بی وزلې وي بیا هم د ماشومانو مسؤلیت د هغوی په غاړه دی، ځکه دوی لا واړه دي د ژوند په خوږ او ترخو، ښو او بدو نه پوهیږي.
ډېر ځله لیدل شوي چې د کمو پیسو په بدل کې یې خپل ټول ژوند تباه کړي وي، که نن کورنۍ د هغو ناچیزه ګټه په پام کې نیسي سبا یې راتلونکی له ګڼو ستونزو او کړاونو سره مخ وي، له بېلابېلو نورو مشکلاتو سره یو لوی تاوان چې سوال کول یې ماشوم ته رسوي هغه له زده کړې څخه د هغوی پاتې کېدل دي، دوی له سهاره بیا ترنیمې شپې په لارو او کوڅو کې خیر غواړي نو لیک لوست په څه وخت وکړي.
کورنۍ یې هم وایي چې څه وکړي مجبوره دي چې بچي ګدایي ته ونه لېږي د کار او پیسو پیدا کولو لپاره څوک نه لري خو په اصل کې د ډوډۍ پیدا کول د ماشوم کار نه دی، په پیل کې اته کلن ملنګ جان سره په داسې وخت کې غږېدلي یو چې سوال یې کاوه.
خو ځینې کسان بیا وایي چې اکثره سوالګر ماشومان په یوې ډلې پورې تړلي وي، د لوګر اوسېدونکی نعیم وایي چې دوی قراردادي لري هغه یې په پیسو اخلي بیا ګدایي په کوي.
کله چې ماشوم سوال ته لاس اوږد کړ، هغه بیا له کیسه بري او د بل د جیب له وهلو نه هم مخ نه اړوي، حیات خان د کابل په دریمو مکرویانو کې دوکان لري هغه وایي چې څو ځله یې سوال ګر داسې وخت کې نیولي چې د مېرمنو له دستکولونو نه یې پیسې ویستلې.
د کابل له اوسېدونکې امینې نه یې څو ځله د ګدایي په بهانه دستکول او جیب وهلی هغه وایي داسې هم شوي چې لاس په لاس یې سوال ګر نیولي چې پیسې یې ورنه پټې کړي خو د زړه خوږی له وجې چې ماشوم دي څه یې نه دي ورته ویلي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5