د جمهوري رياست دويم مرستيال له ولسي جرګې غوښتنه کړې چې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د ولسمشر تقنيني فرمان ژر تر ژره تصويب کړي.
محمد سرور دانش دا غوښتنه پرون مطرح کړه.
ښاغلي دانش په پارلماني چارو کې د دولت د وزير د دفتر د نوې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، د انتخاباتي نظام اصلاح د حکومت په لومړيتوبونو کې راځي.
دغه تقنيني فرمان له مخکې ولسي جرګې ته لېږل شوى دى.
صالح محمد صالح د ولسي جرګې له دويم مرستيال نعمت الله غفاري سره مرکه کړې، په پيل کې يې پوښتلى، ولسي جرګه به دغه تقنيني فرمان کله تصويب کړي؟
Your browser doesn’t support HTML5