د ايران ولسمشر د برياليو ښځينه کانديدانو د شمېر د زياتوالي ستاينه وکړه

د ايران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د برياليو ښځينه کانديدانو د شمېر د زياتوالي ستاينه وکړه.

روحاني پرون په تهران کې په خپله وينا کې وويل:

"د اول وار لپاره به موږ په پارلمان کې ١٨ ښځينه وکيلانې ولرو، دا يو ريکارډ دى او موږ ډېر خوشحالوي."

روحاني هيله وښوده چې نورې ښځې به هم له دې څخه په سياست کې د ګډون الهام واخلي.

د ايران د مجلس يا پارلماني انتخاباتو په دويم پړاو کې چې د جمعې په ورځ وشو، څلور مېرمنې بريالۍ شوې دي. ١٤ نورې مېرمنې د دغو انتخاباتو په اول پړاو کې بريالۍ شوې. د اول پړاو انتخابات په فبرورۍ مياشت کې شوي وو.

مخکې په پارلمان کې د ٢٩٠ سيټونو له جملې يوازې ٩ څوکۍ د ښځينه وکيلانو په برخه شوې وې.

په دغو تازه بريالۍ اعلان شويو ١٨ ښځينه وکيلانو کې ځينې د ولسمشر روحاني د اصلاح غوښتونکې ډلې او ځينې خپلواکې کانديدانې دي.

يوه توندلارې ښځينه کانديده هم نه ده توانېدلې نوي پارلمان ته لار پيدا کړي.