برېښنا شرکت: د وارداتي برېښنا بیه به ۲۵ سلنه لوړه شي

د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وایي، هغه ولایتونه چې د وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي، د برېښنا په بیو کې، به یې ۲۵ سلنه ډېر والی راشي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته د دغو بیو د لوړېدو علت د ډالرو لوړوالي په ګوته کړ.

د ښاغلي توحیدي په خبره که چېري د ډالرو بیه راښکته شي، نو دوی به هم د برېښنا بیې ټیټې کړي.