د بدخشان د راغستان لپاره د طالبانو ولسوال نجیب ووژل شو

د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال نجیب خان او ورسره اته تنه کسان یې په خپل ځای پر ځای کړې ماین خپله ووژل شول.

د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د عامه اړیکو امر عبدالقهار ارام رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه تېر ماښام د راغستان ولسوالۍ په والک سیمه کې شوې ده چې نهه طالبان په کې ټپیان شوي دي.

ښاغلی ارام دغه شان په کشم ولسوالۍ کې د سیف الله په نوم د طالبانو د یو قوماندان د نیونې خبر هم ورکوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.