د ایران د ولسمشر حسن روحاني سیاسي متحدان په دې هېواد کې د پارلماني انتخاباتو په دویم پړاو کې د پام وړ بریالیتوب ته رسېدلي.
د راپورونو له مخې د امید په نوم هغه ګروپ چې له روحاني ملاتړ کوي ۳۸ اضافي څوکۍ ګټلې دي.
د محافظه کارو ګوندونو برخه ۸۶ څوکۍ او د خپلواکو هغو ۶۱ څوکۍ دي.
د ایران پارلمان ۲۹۰ څوکۍ لري.
له دې بریالیتوب سره د امید ګروپ چې د اصلاح غوښتونکو او د دولت د پلویانو ګروپ دی د ایران په نوې پارلمان کې تر ټولو لویه ډله ده.
د ایران د پارلمان نوي غړي د مې د میاشتې په ۲۷مه نېټه کار پیلوي.