جان کري د سوریې د سولې په اړه خبرو لپاره نن جنیوا ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سوریې په اړه د خبرو اترو لپاره نن جینوا ته ځي.

نوموړی به دغلته د اردن او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات پرون شنبه وویل جان کري به په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره په روانو هڅو بحث وکړي.

بل خوا د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي چې مسکو د امریکا د متحدو ایالاتو هغه غوښتنه رد کړې چې د حلب ښار د اوربند د غزولو په برخه کې یې د سوریې پر حکومت د فشار راوړلو لپاره ترې کړې وه.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د اپریل د میاشتې له ۲۲ نېټې راهیسې د حلب په شا او خوا کې د حکومت او د حکومت د مخالفو وسله والو ترمنځ جګړو کې تقریباً ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.