د کابل امنیه قومانداني وايي چې د اباسین ځاځي د تښتونې او وژلو په تور یې نن پنځه تنه نور مشکوک کسان په خوست ولایت کې نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې د اباسین د تښتولو او وژلو په تور د نیول شوو کسانو شمېر ۷ تنه ته ورسېد.
نوموړی وایي چې ټولو نیول شوو کسانو په لومړنیو خبرو کې په دې اعتراف کړی چې د اباسین په تښتولو او وژلو کې یې لاس درلود.
د کابل د امنیتي چارواکو په وینا د اباسین ځاځي په نوم تنکی ځوان د کابل ښار له اوومې امنیتي حوزې څخه دوه میاشتې وړاندې تښتول شوی و چې په دې وروستیو کې یې کورنۍ ته مړی را ولېږل شو.
د انسان تښتونکو له خوا د اباسین وژنې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ټول خلک د دې غوښتونکي دي چې وژونکي یې باید اشد مجازات شي.