د امريکا متحده ايالاتو او روسيې د سوريې په ځينو برخو کې د يوه نوي اوربند وړانديز کړى دى.
په دغه اوربند کې حلب ښار چې د جنګ عمده ساحه ګڼل کېږي، شامل نه دى.
په دې ځاى کې تېره اوونۍ په جګړه کې تر ٢٠٠ زيات کسان ووژل شول.
د موافقې له مخې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري او د هغه روسي سيال سرګي لاوروف باندې پرون سلا وکړه، دغه لنډمهاله اوربند چې يوه ورځ دوام کوي، د دمشق په مربوطې سيمې غوطه کې له تېرې نيمې شپې نافذ شوى دى.
دغه اوربند به د درېيو ورځو لپاره په ساحلي ولايت لاذقيه کې هم ټينګېږي.
که څه هم په غوطه او لاذقيه کې کراري ده، خو په حلب کې وژنې لا هم روانې دي، پر يوه روغتون په هوايي حملو کې لږ تر لږه ٥٠ کسان وژل شوي دي.
د سوريې په دغه لوى ښار کې چې يو وخت تجارتي مرکز ګڼل کېده، په لسګونو نور کسان په بله جګړه کې وژل شوي دي.
وروسته له هغې چې تېره اوونۍ په جنيوا کې د سولې خبرې د يوې مياشتې لپاره وځنډېدې د سوريې رژيم په حلب کې پراخ عمليات پيل کړل چې د امريکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د عالي رتبه چارواکو غوسه يې وپاروله.