په ايران کې د پارلماني انتخاباتو د دويم پړاو لومړني نتايج ښيي چې اصلاح پال او منځلاري سياستوال مخکې دي.
پرون د مجلس يا پارلمان د ٢٩٠ سيټونو له جملې د اته شپېته سيټونو لپاره انتخابات وشول.
فارس خبري اژانس ويلي چې د لومړنيو نتايجو له مخې لږ تر لږه ٣٣ سيټونه د اميد ليست په نامه د ولسمشر د منځلارو متحدانو ائتلاف ګټلي دي.
محافظه کارو ٢١ سيټونه ګټلي او ١٤ نور سيټونه خپلواکو کانديدانو ته رسېدلي دي.
چارواکي وايي اټکل کېږي چې د هغو انتخاباتو بشپړه نتيجه تر نن ناوخته اعلان شي.
دغه انتخابات په هغو حوزو کې وشول، چې په اول پړاو کې کانديدان نه وو توانېدلي ٢٥ فيصده رايې ترلاسه کړي.