د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وايي، که ورڅخه وغوښتل شي د ایران د کنګل شوو پانګو په اړه د واشنګټن او تهران د لانجې په حل کې مرسته کولای شي.
د ملګروملتونو ویاندې پرون جمعه په نیویارک کې وویل چې دوی د ایران او امریکا د غوښتنې په صورت کې همکارۍ ته تیارې دي.
د امریکا د سترې محکمې د پریکړې پر اساس، ښايي په دې هېواد کې د ایران دوه میلیارډ کنګل شوې پاڼګه د تروریزم د قربانیانو کورنیو ته مرستې ته ځانګړي شي.
د ایران حکومت تېره اوونۍ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د امریکا د سترې محکمې د دې پرېکړې مخنیوی وکړي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په لیک کې وویل چې خپلې ښې ادارې په کار واچوي او امریکا وهڅوي چې خپل نړیوال مسئولیت په سمه سر ته ورسوي.