د اوکرایين لپاره د تماس درې اړخیزه ډله وايي چې د ایستر د مذهبي ورځو له را رسېدو سره د دې هېواد په ختیځ کې د اوربند ټینګولو هڅې کوي.
په دې ډله کې د اوکرایین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غړي شامل دي.
دوی هڅه کوي چې نن په ټوله سیمه کې اوربند ټینګ شي.
د تماس ډلې غړو موافقه کړې چې د بشپړ اوربند د ټینګېدو لپاره به خپل پیغام په سمیه کې ښکېلو ډلو ته ورسوي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ شورا پرون جمعه خبرداری ورکړ چې د اوکرایین په ختيځ کې تشدد دومره زیات شوی چې په تېرو څو میاشتو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.