د ملي امنيت عمومي رياست وايي، د انسان تښتوونکو يوه ډله يې چې څه موده مخکې يې يو زلمى تښتولى او وژلى و، نيولې ده.
د دغه رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغو انسان تښتوونکو پنځه مياشتې مخکې د اباسين په نوم يو څوارلس کلن زلمى تښتولى او بيا وژلى دى.
په اعلاميه کې ويل شوي چې د دغو انسان تښتوونکو د اعتراف په نتيجه کې د دغه زلمي مړى د کابل د خاک جبار ولسوالۍ په چنارکيلي سيمه کې له خاورو وايستل شو.
خو د دغه زلمي وژنې سخت انتقادونه پارولي دي. خلک له دولت څخه غواړي چې دغسې پېښې مخکې له مخکې شنډې کړي.