شمالي کوريا يو امريکايي په لس کاله شاقه بند محکوم کړ

شمالي کوريا نن يو امريکايي د جاسوسۍ او ورانکارۍ په تور په لس کاله شاقه بند محکوم کړ.

کيم دانګ چُل په اکتوبر مياشت په راسون ښار کې نيول شوى و.

دا په ٢٠١٦میلادي کال کې دويم امريکايي دى چې شمالي کوريا يې بندي کوي.

په مارچ مياشت چې کله دى په پيونګ ينګ کې د دولتي رسنيو مخې ته حاضر کړاى شو، ويې ويل چې د جنوبي کوريا له استخباراتي چارواکو سره يې همکاري کوله چې هدف يې د شمالي کوريا د رژيم نسکورول وو.

کيم دغه راز وويل چې په شمالي کوريا کې يې د مذهب د خپرولو هڅه کوله، هغه څه چې په دغه هېواد کې غير قانوني ګڼل کېږي.

هغو بهرنيانو چې په دغه هېواد کې نيول شوي تر دې مخکې هم د رسنيو په وړاندې پر خپل جرم اعتراف کړى، خو تر خوشې کېدو وروسته يې ويلي چې په زوره دغه اعتراف ته مجبوره کړاى شوی و.

د روان کال په بهير کې يو امريکايي محصل اوتو وارمبير چې شمالي کوريا ته د ګرځندوى په توګه تللى و، ونيول شو او د رژيم ضد فعاليتونو په تور په پنځلس کاله بند محکوم شو.