د روسيې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي چې په ناټو تړون کې د غړیتوب په اړه د سویډن د هر ډول پریکړې درناوی کوي خو مسکو به خپلو پولو ته نږدي د هر ډول پوځي خوځښت ځواب کړي.
سرګي لاوروف پرون له یوې سویدڼۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي که سویډن په ناټو کې د شاملېدو پریکړه کړې نو موږ باید داسې فکر ونه کړو چې ګواکې پر روسيې يې د برید پرېکړه کړې ده.
نوموړي ویلي، که څه هم سویدڼ پر روسيې د اروپا له بندیزونو ملاتړ کوي خو روسیه متقابله پاروونکي ګامونه وانه خلي.