د کورنيو چارو وزارت: په بغلان کې د وسله والو ۲مشران نيول شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په بغلان کې د سخت دريځو وسله والو دوه مشران نيول شوي دي.

د دغه وزارت په پرونۍ خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د ”تروريستانو“ دغه دوه مشران چې د ښځو جامې يې په تن وې او په يوه کور کې پټ شوي وو، د دوشنبې په ورځ نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه دوه کسان د مجيد اخندزاده د تروريستي ډلې مربوط دي چې د بغلان ولايت په وروستيو ناامنيو کې يې لاس درلود.

ويل شوي چې دغه کسان د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د عمومي رياست په هڅو نيول شوي دي.