دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هغو تعرضي او تهاجمي عملياتو کې چې په کاپيسا، پکتيا، خوست، غزني، کندهار، بادغيس، بغلان او نورو ولايتونو کې شوي، په نتيجه کې يې څلورشپته وسله وال وژل شوي دي.
د دغه وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې ٥٢ تنه وسله وال ټپيان شوي او شپږ نور نيول شوي دي.
په دغو عملياتو کې د ملي اردو ٨ سرتېري هم وژل شوي دي.