د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولین وایي چې د حامد کرزي په نړېوال هوايي ډګر کې یې د تازه میو لپاره د سړو خونو د جوړولو کار دوام لري.
د دغې خونې د صادراتو د پراختیا مسوول میرزمان پوپل ازادي رادیو ته وویل چې د دغو سړو خونو په جوړولو سره به د تازه میوو د خرابېدو مخه ونیول شي.
ښاغلي پوپل زیاته کړه چې تر دې وړاندې به د کندهار، هرات او بلخ په هوایي ډګرونو کې هم ورته سړۍ خونې جوړې شي.