۱۶امریکايي پوځیانو ته د کندز د پېښې په اړه سزاوې ورکړل شوې

چارواکې وايي، د یوه جنرال په ګډون ۱۶ امریکايي پوځیانو ته په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون د بمبارۍ له کبله ډسپلیني سزاوې ورکړل شوې دي.

د امریکا پوځ تېر کال په تلې میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه، د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۴۲ کسان ووژل شول.

اسوشیټی‌ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله چې د مسئلې د حساسیت له کبله نه غواړي هویت یې افشا شي لیکي:

دې پوځیانو ته چې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو سرتیري هم په کې شامل دي جنایي دوسیې نه دي جوړې شوي او یوازې ډسیپلیني سزاوې ورکړل شوې دي.

په پام کې ده چې په دې اړه د پنټاګون بشپړ راپور نن خپور شي.