د لغمان امنیتي چارواکي تاییدوي چې پرون شپه یوه پولیس خپلې درې همکاران وژلي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول شفیع الله ازادي راډيو ته وویل چې پرون شپه شاوخوا یوه بجه د چهلمټو په سیمه کې د یوه پولیس له خوا چې له طالبانو سره یې لاس درلود درې نور پولیس وژل شوي او حمله کوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په لیږلي پیغام کې د دې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.