د افغان حکومت اجرایه ریاست یو ځل بیا په پاکستان غږ وکړ چې د سولې د خبرو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن د حکومت د ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې افغان حکومت د سولې د څلور اړخېزې کمېټې د غونډو نتایج تعقیبوي او د هغو مخالفینو پر ضد د پاکستان د پوځي اقدام غوښتنه کوي چې سوله نه کوي.
ښاغلي فیصل وویل چې پاکستان باید د وسله والو مخالفینو پر ضد د پوځي اقدام په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
افغان حکومت په داسې حال کې یو ځل بیا په پاکستان باندې د سولې د خبرو په برخه کې د ژمنو د عملي کیدو غږ وکړ چې په دې وروستیو کې یې جګړه خپل لومړیتوب بللی دی.