د امریکا په سنا کې ډیموکراتانو پرون د جمهوري غوښتونکو د هغې هڅې مخه ونیوله چې د امریکا د انرژۍ د وزارت له خوا د ایران د درنو اوبو د اخیستلو مخنیوی یې کاوه.
جمهوري غوښتونکو د انرژۍ د وزارت د لګښتونو په هغه لایحه کې د تعدیل وړاندیز کړی و چې پر اساس یې نه شوای کولای په راتلونکې کې له ایرانه په ۸،۶ میلیون ډالره ۳۲ ټنه درنې اوبه وپیري.
دغه معامله چې د اپریل په ۲۲ اعلان شوه د هغې مرستې یوه برخه ده چې تهران وکولای شي له لویدیځ سره د شوې اټمې موافقې په چوکاټ کې خپلې ژمنې عملي کړي.
خو ډموکراتانو د دغه تعدیل د مخنیوي لپاره له پارلماني تاکتیکونو کار واخیست، هغه یې زهرجنه ګولۍ وبلله چې په دې توګه یې ولسمشر بارک اوباما ته د ویټو کولو لار پرانیسته.