د ترکیې په شمال لویدیځ کې د بورسا په ښار کې یوې ښځې ځان مرګی برید کړی چې لږ تر لږه یې اته تنه ټپیان کړي دي.
په سیمه کې یوه حکومتي چارواکې وویل، داسې باور کیږي چې دې ښځې چاودیدونکې مواد پر ځان تړلي و او دا د بورسا د جامع جومات د وره لور ته نژدې شوې وه.
صدراعظم احمد داوود اغلو وویل چې اته تنه ټپیان شوي دي.
داوود اغلو زیاته کړه چې دا زموږ پر ملت، پر خلکو او پر سوله برید و.
د صدراعظم په وینا دا روان کال د ترکیې په ښارونو کې ورته پنځمه چاودنه ده.
تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.