ټرمپ: که ولسمشر شوم له روسیې او چین سره به اړیکې پراخ کړم

د امریکا د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ وایي، که دی ولسمشر شو له روسیې او چین سره به اړیکې پراخ کړي.

ټرمپ پرون په واشنګټن کې وویل، سره له دې چې امریکا له روسیې سره جدي اختلافات لري، خو دی به له مسکو سره اوسنی کړکیچن حالت عادي کړي.

ټرمپ زیاته کړه چې له روسیې او چین سره به د ګډو دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ روابط ښه کړي.

نهه شپیته کلن ټرمپ د خپلې بهرنۍ تګ لارې په برخه کې د اوباما پر سیاست انتقاد وکړ او ویې ویل چې په لنډه موده کې یې ایران په یوه ستر قوت بدل کړ، ده بیا یې وویل:

"ایران ته به اجازه ورنه کړل شي چې اټمي وسله ترلاسه کړي، اجازه به ورنه کړل شي. دا په یاد لرئ چې اجازه به ورنه کړل شي چې اټومي وسله پیدا کړي."

ډونالډ ټرمپ ژمنه وکړه چې عراق او سوریه به له داعش څخه پاک کړي.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په منځ کې تر اوسه تر نورو مخکې دی.